Sunday, June 30, 2013

د پښتو ادبي تړون د ۳۰م جون ۲۰۱۳ء روداد

د اتوار ورځ، ٣٠م جون کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر پاؤ باندې پنځۀ بجې د ښاغلي مصور غمګين په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي سرتاج حېران د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ټولو ملګرو خوښ کړو، ښاغلي رياض رضا ووئيل چې ما په تېر روداد دا تنقيد کړے ؤ چې د دۀ ووئيل تکرار پکښې ډېر زيات دے او غنم رنګ کوچي زما د خبرې تائيد کړے ؤ، خو دلته دا خبره په کوچي پسې ليکل شوې ده، دۀ زياته کړه چې د سټېنډ باى لفظ د انګرېزۍ ټکے دے، پکار ده چې د دې په ځائے کوم پښتو لفظ وکاروو، ښاغلي حېران ورسره اتفاق وکړو او تجويز يې وړاندې کړو چې که داسې ووئيل شي چې ورپسې به دا ښاغلے چمتو وي نو ښه به وي، ديوان يې په ځواب کښې ووئيل چې د سټېنډ باى لفظ نه ابلاغ کېږي او مونږ سره په پښتو کښې داسې کوم لفظ نشته، کۀ مونږ داسې ليکو چې د دۀ په نۀ راتګ باندې به دا ښاغلے خپل اثر راوړي نو دا به ډېره اوږده جمله شي، عبدالسلام رضا صېب ووئيل چې ما په تېره غونډه کښې د يوې مصرعې اصلاح کړې وه چې:
په زړۀ به مې تل خيال ؤ د وړو مجال يې نۀ ؤ
چې دا په صفي الله پسې ليکل شوې ده، ښاغلي صدر هم د سټېنډباى لفظ ملګرے ؤ، دۀ زياته کړه چې هغه لفظونه چې مونږ سره پښتو کښې نشته او ښۀ متبادل يې نۀ لرو نو پکار ده چې د نورو ژبو نه يې خپل کړو، دې پسې ښاغلي رياض رضا خپل مضمون "ادب او ذاتيات" تنقيد ته وړاندې کړو، د تنقيد شروع پرې ښاغلي حېران وکړه، دۀ ووئيل چې ډېر ښۀ مضمون يې ليکلے دے، همداسې کېږي خلق ادب ذاتياتو ته بوځي، عبدالسلام رضا صېب هم ښۀ مضمون وګڼلو او زياته يې کړه چې رضا صېب مخکښې د روداد په سټېنډباى لفظ تنقيد وکړو خو په مضمون کښې يې په خپله ډګريانې استعمال کړي دي، دۀ ووئيل چې د ډګرۍ په ځائے مونږ سره سند ښۀ لفظ شته، پکار دے چې دا استعمال کړو، ښاغلي حېران يې تائيد وکړو، ديوان ووئيل چې ادب هم د پښتو ادب دے جمله ماته داسې عجيبه شان ښکاري، دۀ زياته کړه چې شرمنده لفظ ليکل نۀ ؤ پکار، د عوامو په ځائے اولس او د غټې غټې ډګرۍ په ځائے لوئے لوئے ډګرۍ ليکل پکار وو، دۀ دا هم ووئيل چې دا مضمون کم او داسې ښکاريده چې لکه د راډيو دپاره يې معلومات ليکلي وي او د راډيو اورېدونکو ته يې وړاندې کوي، دۀ ليکونکي له داد هم ورکړو چې په وړومبي ځل يې نثر ليکلے دے، دۀ ووئيل ليکونکي ته پکار دي چې د هغو شاعرانو او ليکونکو ذکر يې پکښې کړے وے چې ذاتيات په ادب کښې پالي، نو ښۀ مضمون به ترې جوړ شوے ؤ، عبدالسلام رضا صېب ووئيل چې د مضمون په سر کښې د پښتنو د مزاج په حقله خبره شوې ده چې تريخ هم دے او خوږ هم، دۀ ووئيل چې دا پکښې ښودل پکار وو چې ولې تريخ دے او ولې خوږ ولې دے، ښاغلي صدر د ليکونکي ستاينه وکړه چې په وړومبي کوشش باندې يې دومره ښۀ ليکل کړي دي او زياته يې کړه چې د ملګرو په خبرو عمل وکړي نو نور به  هم ښۀ شي، داسې په مضمون تنقيد سر ته ورسېدو او دې پسې غېر طرحي مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو سرتاج حېران، عبدالسلام رضا، رياض رضا، رحمت ديوان او مصور غمګين (د رحمان بابا شعرونه) برخه واخسته، په راروانه غونډه کښې به د ښاغلي عبدالسلام رضا په غزل خبرې کېږي.
 
روداد ليکونکے: رحمت ديوان

د پښتو ادبي تړون د ۲۳م جون ۲۰۱۳ء روداد

د اتوار ورځ، ٢٣م جون کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر پاؤ باندې پنځۀ بجې د افغانستان نه راغلي مېلمه ښاغلي بلال ظاهر وزيري په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي اول خان عاجز د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ کړو، غنم رنګ کوچي صېب ووئيل چې د روداد په سر کښې د تېر روداد خبرې راخستل شوي دي چې ټولې د روداد ليکونکي د ځان ستاينه ده، دلته بس دومره وئيل ډېر ؤ چې ټولو ملګرو خوښ کړو، دۀ زياته کړه چې په روداد کښې د دۀ ووئيل خبره ډېره زياته تکرار شوې ده، دومره زيات تکرار په نثر کښې ښه نۀ ښکاري، ښاغلي رياض رضا ووئيل چې په روداد کښې د ښاغلي او صاحب تکرار ډېر زيات شوے دے، ديوان يې په ځواب کښې ووئيل چې روداد يو ادبي ليک وي او روداد ليکونکي ته پکار وي چې مشر او کشر ته يو شان ادبي نوم واخلي او چې کله تۀ يو کس ته ادب ورکوې نو بيا به لازمي ده چې ښاغلے او يا صېب ورته ليکې، که د دې نه علاوه تاسو ته کوم نور ټکي معلوم وي نو وې وايئ، ښاغلي صدر ووئيل چې د ښاغلي او صاحب سره سره دې نور لفظونه هم وکارول شي لکه محترم وغېره.
ورپسې ښاغلي سيد محمد خاکسار خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو.
مطلع:
د وخت دې تورتمونو سپين سحر ېې رانه وړى
ماښام تيارو پټ کړى مازديګر ېې رانه وړى
په غزل د تنقيد شروع ښاغلي نګاه حسېن غريب نګاه وکړه، دۀ ووئيل چې د موجوده حالاتو سره سمه مطلع ده، ښه پېغام لري، دۀ زياته کړه چې ېې يې په مخصوصو يېګانو ليکلې ده، په دې کښې وړومبۍ يا معروفه پکار ده، دۀ د خيال په حقله ووئيل چې ماښام تيارو پټ کړے... په منفي انداز کښې راخستل شوې ده، د ماښام ښکلا خو تياره ده، لائق اپريدي صېب ووئيل چې په دوېمه مصرعه کښې دې د ماښام نه مخکښې اضافي تورے دال وليکل شي، ښاغلي سرتاج حېران د مطلعې ستاينه وکړه، دۀ زياته کړه چې په دوېمه مصرعه دې شاعر خواري وکړي چې مطلب يې واضحه شي، امجد قربان صېب د دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
ماښام په تيارو پټ دے مازيګر يې رانه وړے
ښاغلي ظاهر نادان ووئيل چې په رديف کښې "يې" سم نۀ دے راغلے، دلته دې پکار ؤ، دۀ زياته کړه چې دا د رديف مجبوري ده خو دلته يې خوند خراب کړے دے، کوچي صېب ووئيل چې که چرته يې په دې بدل کړي نو ټول غزل به ګډوډ شي، دۀ ووئيل چې شاعر دې پرې په خپله سوچ وکړي، ښاغلي عبدالسلام رضا ووئيل چې د ماښام شروع تياره ده، ځکه دلته خيال صحيح نۀ دے، دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
ماښام دے راخور شوے مازيګر يې رانه وړے
ښاغلي صدر ووئيل چې کله ماښام شي او تياره راخوره  شي نو د مرغانو چغار وي، دا وخت ډېر ښکلے وي، دۀ دا هم ووئيل چې په مطلع کښې دوه وختونه ماښام او مازيګر په يو وخت استعمال شوي دي چې ماته تکرار ښکاري، صدر صېب د عبدالسلام رضا تجويز خوښ کړو.
وړومبے شعر:
يو نه دى لکه وړى ئى د دواړو سترګو تور دى
هم دل ئى رانه وړى هم دلبر ېې رانه وړى
ښاغلي رياض رضا ووئيل چې دے په ځائے دي پکار دي، ځکه چې سترګو جمع دے او دے واحد، دۀ زياته کړه چې په شعر کښې څه واضحه خبره نشته دے چې چا او څه يې وړي دي، حېران صېب ووئيل چې په وړومبۍ مصرعه کښې لکه راغلي دي، د دې نه خو داسې ښکاري چې شاعر ته په خپله هم پته نشته ده چې څه يې ترې وړي دي، نګاه صېب ووئيل چې دا شعر ښۀ دے، دۀ زياته کړه چې دا لکه پکښې تشبيح ده خو واضحه پکښې نۀ ده راغلې، دۀ دا هم ووئيل چې شاعر دې پرې لږه خواري وکړي نو معني به پکښې واضحه شي، ښاغلي وسيم ووئيل چې د دل او دلبر په ځائے مونږ سره پښتو لفظونه هم شته زړۀ او ځيګر، دا دې پکښې استعمال کړي، لائق صېب ووئيل چې د مطلعې تسلسل دے، ښاغلي کوچي ووئيل چې زۀ خو په دې شعر پوهه نۀ شوم، که کوم ملګرے پرې پوهه شوے وي نو لږه تشريح دې يې وکړي، نګاه صېب ووئيل چې د مطلعې اثرات په دې شعر هم شته، دۀ زياته کړه چې شاعر دا وئيل غواړي چې دا اوسني حالات دومره ستمګر شوي دي چې زما نه يې هر څه يوړل، ښاغلي امجد قربان وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
د دواړو سترګو تور دې رانه وړے دے رقيبه!
عبدالسلام رضا صېب ووئيل چې د وړومبۍ مصرعې نه دا لکه ووباسي نو بيا به هم ښۀ شي، ښاغلي رياض رضا ووئيل چې لکه تشبيح ده، په خپل ځائے ښه ده، نګاه صېب ووئيل چې تشبيح په غېر شعوري طور راشي نو ډېره ښه لګي او دلته هم داسې راغلې ده، ښاغلي صدر هم د دل او دلبر په ځائے د زړۀ او ځيګر تجويز ورکړو او وړومبۍ مصرعه يې داسې تجويز کړه:
يو نۀ دي له ما وړي يې د دواړو سترګو تور دي
دوېم شعر:
جادو ؤ د يار سترګو کښى که څه وؤ خداى خبر دى
په يو نظر کتو سره نظر ېې رانه وړى
ښاغلي لائق ووئيل چې قافيه زړۀ پکار ؤ، په يو نظر کښې خلق زړۀ وړي نۀ چې نظر، ځکه چې که نظر د سړي نه لاړ شي نو بيا خو به ړوند شي، نګاه صېب د لائق صېب د خبرو سره اتفاق ښکاره کړه، کوچي صېب ووئيل چې د نورو شعرونو نه پکښې دا شعر ښۀ دے، دۀ زياته کړه چې د لائق صېب د خبرې سره به نور هم ښۀ شي، نادان صېب د پښتو دا ټپه:
ښايسته يوسف زما نه ورک دے
لکه يعقوب پېغمبر ړوند ورپسې شومه
ووئيله او زياته يې کړه چې په دې شعر کښې هم دا خبره شوې ده، ښاغلي نګاه ووئيل چې د ټپې مضمون جدا دے او د دې شعر جدا، دلته شاعر وړومبے نظر يادوي چې وړومبي ځل کتو سره يې رانه نظر وړے دے او هلته خو هغه د جدايۍ نه ړوند شوے ؤ، ښاغلي صدر شعر په خپل ځائے ښۀ وګڼلو.
درېم شعر:
حملې لکه د باز ئى په پنجو کښې زړونه وړل دي
زړګى ئې رانه وړى يار ځيګر ېې رانه وړى
ښاغلي لائق ووئيل چې په شعر کښې د دې خبرې وضاحت نشته چې حملې څوک کوي او ځيګر ترې چا يوړو، نادان صېب په پنجو باندې اعتراض وکړو، دۀ ووئيل چې دا اصل کښې پنجه دے، نګاه صېب ووئيل چې تشبيح پکښې شته خو په دې شعر کښې شاعر ټکي صحيح نۀ دي استعمال کړي، دۀ زياته کړه چې زړونه وړل ماته څه عجيبه شان خبره ښکاري، دۀ دا هم ووئيل چې د باز نه پس چې کومه يې راځي نو په دې کښې پټ ضمير دے، ښاغلي کوچي ووئيل چې دا څو شعرونه ما واورېدل نو په دې کښې وړل يا وړي نهۀ لس ځل راغلے چې دومره تکرار په غزل کښې ښۀ نۀ وي، دۀ دا هم ووئيل چې د وړومبي شعر دوېمه مصرعه او د دې شعر دوېمه مصرعه يو شان دي، دۀ شاعر ته مشوره ورکړه چې د ټکو په انتخاب کښې دې خواري وکړي، رياض رضا صېب ووئيل چې د شعر نه معني نۀ واضحه کېږي، ښاغلي نواز شعر داسې تجويز کړو:
حملې لکه د باز راباندې داسې جانان کړي
زړګے يې رانه وړے هم ځيګر يې رانه وړے
صدر صېب ووئيل چې شعر ښۀ دے خو تکراري دے.
څلورم شعر:
د ښکلو ښکلو ما چى به نامې پکښى ليکلې
د حسن ښاپيرئ هغه دفتر ېې رانه وړى
ښاغلي مسعود اپريدي ووئيل چې مسلسل او کمزورے شعر دے، قربان صېب ووئيل چې په شعر کښې دروندوالے نشته، ټول غزل يو رنګ دے، دۀ زياته کړه چې دفتر قافيه د رديف سره صحيح نۀ راځي، دۀ دا شعر بې معنې وګڼلو او شاعر ته يې تجويز ورکړو چې که دا شعر د غزل نه وباسي نو ښۀ به وي، نګاه صېب ووئيل چې شاعر ته د غزل نه د شعر ويستلو تجويز ورکول ښه خبره نۀ ده، د دې شعر اصلاح پکار ده، ښاغلي کوچي ووئيل چې د نورو شعرونو نه نسبتاً ښۀ شعر دے، ښاغلي صدر ووئيل د شعر په تاثر کښې يوه لطيفه وکړه چې داسې دې خدائے حېران کړه لکه زۀ چې دې حران کړم، دۀ د شعر تعريف وکړو.
پنځم شعر:
په زړۀ به مې تل لاس اښود د وړو مجال هيڅ نه وه
حيران يمه په دا په کوم هونر ېې رانه وړى
لائق صېب په غزل کښې ښۀ شعر وګڼلو، ښاغلي نګاه ووئيل چې د لاس نه پس کوم لفظونه راغلي نو زۀ پرې نۀ پوهېږم، دۀ زياته کړه چې کوشش پکار دے چې جديد غزل او يو ښۀ روماني خيال راوړل شي، شاعر ته پکار دي چې نوے انداز خپل کړي، په دې شعر کښې شاعر خواري نۀ ده کړې، کوچي صېب ووئيل چې د وړو مجال په شعر کښې پېدا کول پکار، چې مجال پکښې پېدا شي نو بيا به شعر ښۀ شي، دۀ دا هم ووئيل چې په هنر کښې واو نشته، قربان صېب تجويز وړاندې کړو چې هيڅ دې په يې بدل شي، ښاغلي صفي الله وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
په زړۀ به مې تل خيال ؤ د وړو مجال يې نۀ ؤ
ښاغلي کوچي ووئيل چې بيا به په شعر کښې تضاد پېدا شي، ښاغلي صدر د اښود په املاء تنقيده وکړه او وې وئيل چې د الف نه پس معروفه يې ليکل پکار دي او دا يې هم ووئيل چې يمه نه پس په دې په چې بدله کړي.
مقطع:
له سره لوپټې د حيا واولتې د پيغلو
خاکساره پګړئ پرې وتې څادر يې رانه وړى
نګاه صېب ووئيل ووئيل چې ښکلے شعر دے او زياته يې کړه چې د پګړۍ املا غلطه ده، اخري يې معروفه پکار ده، ښاغلي صدر ووئيل چې معروفه نۀ بلکې يا يې تانيث پکار ده، اول خان عاجز صېب پوښتنه وکړه چې لوپټه ولې والوته، نګاه صېب ورته په ځواب کښې ووئيل چې د شعر ژبه جدا او د نثر جدا وي، په نثر کښې په تفصيل خبره کول پکار وي او په شعر کښې صرف يوه اشاره کافي وي چې بس ابلاغ ترې کېږي، دۀ زياته کړه چې د دې مطلب دا دے چې بې حيايي راغله او د پېغلو د سرونو نه لوپټه کوزه شوه، ښاغلي نواز د مقطعې ستاينه وکړه او وې وئيل چې پرېوتل د پګړو بې عزتي ده، نګاه صېب يې په ځواب کښې ووئيل چې د اوسنو حالاتو سره يې سمه خبره کړې ده، د پښتنو مشرانو پګړۍ لوېدلي دي، لائق صېب ووئيل چې په مقطع کښې ډېر ښکلے پېغام دے خو په دوېمه مصرعه کښې ورسره څادر راوړل نۀ ؤ پکار ځکه چې د لوپټو ذکر پکښې يو ځل راغلے دے، رياض رضا صېب ووئيل چې په ټول غزل کښې دا ښۀ شعر دے، دۀ د لائق اپريدي په اعتراض کښې ووئيل چې لوپټه د پېغلو وي او څادر د سړو وي، قربان صېب ورسره اتفاق وکړو، ښاغلي صدر ووئيل چې لوپټه او څادر دواړه په يو شعر کښې استعمالول تکرار دے، ځکه چې څادر مونږ د ښځو دپاره هم او د سړو دپاره هم استعمالوو، صدر صېب وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
دې نورو رواجونو په مونږ داسې کانې وکړې
او دې سره په غزل تنقيد سر ته ورسېدو، دې پسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو ګل نواز نواز، سرتاج حېران، اول خان عاجز، ګل محمد شېرزاد، عبدالسلام رضا، سجاد غوري، سيد محمد خاکسار، فاروق رنځور، مسعود اپريدي، غنم رنګ کوچي، لائق اپريدي (د خېبر اپريدي شعرونه)، امجد قربان، ظاهر نادان، رياض رضا، نګاه حسېن غريب نګاه (د سلطان محمود قلندر شعرونه)، رحمت سيد صافي او بلال ظاهر وزيري برخه واخسته، دوي سره په نننۍ غونډه کښې رحمت ديوان او دا ښاغلي هم موجود وو صفي الله، عالمزېب او وسيم، راروانه غونډه کښې به د ښاغلي رياض رضا په مضمون خبرې کېږي او د رحمت ديوان افسانه به سټېنډ بائي وي.

روداد ليکونکے: رحمت ديوان