د اتوار ورځ، ۹م جون کال
٢٠١٣ء
روداد ليکونکے: رحمت ديوان
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د فياض
خان په حجره، شهيد ګړۍ، بډه بېرې، ماشوګګر کښې، مازيګر څلور
نيمې
بجې
د ښاغلي غُنچه ګل ملنګ په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي عمر خان عمر د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان
وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ کړو، ښاغلي نګاه
حسېن غريب نګاه ووئيل چې په افسانه دومره تفصيلي بحث نۀ دے شوے خو په روداد کښې
ډېر په ښه انداز راوړل شوے دے.
ورپسې ښاغلي ګل نواز نواز
خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو.
مطلع:
پښتون ته ګوره چه خپل ورور وژنى
دا پۀ سۀ وجه پۀ سۀ تور وژنى
په مطلعې د تنقيد شروع
ښاغلي عمر خان عمر وکړه، دۀ ووئيل چې مطلع ډېره ښکلې ده، زياته يې کړه چې دا پکښې
وئيل پکار دي چې په پښتنو کښې د تعليم کمے دے، کۀ چرته دا پکښې ځائے کړل شي او دا
پکښې ووئيل شي چې کله پښتانۀ تعليم يافته شي نو بيا به څوک هم مړي نۀ کوي، نګاه
صېب ووئيل چې په مطلع کښې يې دا وجه ښودلې ده چې ولې يې وژني، دۀ زياته کړه چې
مخکښې به خلقو د يو څه او بل څۀ دپاره خلق وژل خو اوس يې هيڅ پته نۀ لګي چې د څۀ
مقصد دپاره يې وژني او ولې يې وژني، دۀ د مطلعې ستاينه وکړه، ښاغلي اول خان عاجز
هم د نګاه د خبرو تائيد وکړو، رحمت سيد صافي صېب ووئيل چې "سه" په سين
ليکلے شوے دے، دا په څيم ليکل پکار دي، مطلع يې خوښه کړه، ښاغلي صدر هم د مطلعې
ستاينه وکړه.
وړومبے شعر:
د ننګ ناموس او د غيرت پۀ نامه
ظالم راپاسى خپله خور وژنى
صافي صېب ووئيل چې دلته
شاعر د ننګ او غېرت په نامه قتل يادوي نو پکار ده چې په دوېمه مصرعه کښې ورسره
ظالم ياد نۀ کړي، بلکې دلته دې بدنام لفظ استعمال کړي، دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز
کړه:
بوره بدنامه خپله خور وژني
ښاغلي طلبګار خوګياڼي د
صافي صېب د تجويز په حقله ووئيل چې شاعر دلته څوک بدناموي نۀ، دۀ زياته کړه چې په
دې شعر کښې د دوه تهذيبونو تصادم دے، يو پښتني کلچر دے چې لور خور د کور نه بهر
قدم کېږدي او يا خپله خوښه ظاهره کړي نو ورته د مرګ سزا ورکول کېږي او بله روشن خيالي
ده، دۀ ووئيل چې اسلام هم دا اجازت هلک او جينۍ ته ورکړے دے چې هغوي دې يو بل
وويني، خوښ دې يې وکړي خو پښتني معاشره دا اجازت چاته نۀ ورکوي، دۀ زياته کړه چې
په دې شعر کښې شاعر د ترقي پسند تهذيب پېروکار ښکاري او په داسې کار باندې دې کس
ته ظالم وايي، دۀ ووئيل چې جينۍ بدفعله نۀ ده خو پښتني روايات يې مات کړي دي، ښاغلي
صافي ووئيل چې بيا نو دلته پښتون ليکل پکار دي، نګاه صېب ووئيل چې شعر ډېر ښکلے
دے، دۀ زياته کړه چې اسلام هلک او جينۍ ته اجازت ورکړے چې يو بل خوښ کړي، دۀ ووئيل
چې اسلام چاته د چا په خوښه د وژنې سزا نۀ ورکوي، ښاغلي عمر ووئيل چې د ظالم په
ځائے دې ورور پکښې وليکي، ابراهيم رومان صېب ووئيل چې ښه شعر دے، يو مثبت پېغام
لري او د يو ښه سوچ نمائندګي کوي، ښاغلي صدر د عمر صېب تائيد وکړو.
دوېم شعر:
نن صبا داسي دې حالات جوړ شوى
لګولے خپله دغه اور وژنى
ښاغلي طلبګار ووئيل چې
دوېمه مصرعه بې وزنه ده، دۀ زياته کړه چې ل پوره اواز نۀ ورکوي، دۀ ووئيل چې لګُولے
دلته کار خراب کړے دے دا لَګَوَلے پکار دے، دۀ ووئيل چې کۀ لوستونکے دا شعر لولي
نو هغه به لګُولے نۀ بلکې لَګَوَلے وايي، دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
خپل لګولے دغه اور وژني
ښاغلي رومان ووئيل چې دا
اور چا لګولے دے نو په خپله يې وژني، دۀ ووئيل چې لفظونه يې د خيال نمائندګي نۀ
کوي، شاعر ته پکار دي چې لږ سوچ پرې وکړي، طلبګار صېب ووئيل چې دوېمه مصرعه
پازيټيو ده خو پس منظر نۀ لري چا چې دغه اور لګولے دے نو چې هغه يې وژني خو بيا خو
پکښې شعور راپېدا شوے دے او د ښه په لور روان دے، ښاغلي رومان ووئيل چې د شاعر
مطلب دا دے چې دې کومو خلقو اور لګولے دے همدوي يې وژني، خو زما د دوکه کولو
دپاره، په اصل کښې دوي ماته وايي چې اور وژنم خو وژني يې نۀ، طلبګار صېب ووئيل چې
دغه خيال په دې لفظونو کښې نشته، ښاغلي صافي دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
بې خدايه څوک به دغه اور وژني
ښاغليو عمر، نګاه، طلبګار
او صدر صېب يې ستاينه وکړه او وې وئيل چې اوس پکښې مطلب واضح شو.
درېم شعر:
هغۀ کار هيڅ کله مزا نه کوى
څوک چه د بل په لاس منګور وژنى
ښاغلي عاجز ووئيل چې په دې
دواړو مصرعو کښې ربط نشته، دۀ وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
زما پرې هيڅ کله باور نۀ کېږي
نګاه صېب ووئيل چې دوېمه
مصرعه ډېره مزېداره ده خو وړومبۍ مصرعه يې نثر دے، ښاغلي طلبګار ووئيل چې شاعر
دلته خبره په سطحي انداز کړې ده، په دې شعر کښې نتيجه ښودل پکار دي چې د چا په لاس
مار وژنې نو د هغې نتيجه به څۀ وي، دۀ زياته کړه چې چا د بل په لاس مار وژلے دے نو
هغه همېشه نقصان کړے دے، داسې خبره پکښې پکار ده، دۀ وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
دي پاتې شوي په نقصان کښې مدام
او زياته يې کړه چې د قوم
دپاره به پکښې يو پېغام هم پېدا شي.
مقطع:
ما نواز چاسره بد کړى نه دى
ما د ليلى د بنګړو شور وژنى
ښاغلي طلبګار ووئيل چې دې
شعر له به يو مصرعه بدلول وي، يا خو دې ورله وړومبۍ مصرعه بدله کړي او يا دوېمه،
دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
حالات مې ولې لور په لور وژني
او زياته يې کړه چې کۀ د شاعر
د بنګړو شور ډېر خوښ وي نو بيا دې ورله وړومبۍ مصرعه بدله کړي، عمر صېب ووئيل چې
په وړومبۍ مصرعه کښې دې محبوبه ياده کړي، ښاغلي صافي شعر داسې تجويز کړو:
نور يې هره يوه ادا خوښوي
نواز د لېلا د بنګړو شور وژني
عمر صېب وړومبۍ مصرعه داسې
تجويز کړه:
زۀ نواز دومره مئين په اشنا
ښاغلي نګاه او صدر صېب د
صافي صېب د تجويز ستاينه وکړه، داسې په غزل تنقيد سر ته ورسېدو او ورپسې ازاده
مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو ګل نواز نواز، رحمت سيد صافي، ابراهيم رومان، نګاه
حسېن غريب نګاه، نعيم جان خاکسار، امان خوګياڼي، طلبګار خوګياڼي، عمر خان عمر، اول
خان عاجز او غُنچه ګل ملنګ برخه واخيسته، دوي سره په نننۍ غونډه کښې رحمت ديوان او
دا ښاغلي هم موجود وو زاهد ارماني، وحيدالله او صديق الرحمان.
راروانې غونډې له به رحمت
ديوان خپله افسانه تنقيد ته راوړي.