د اتوار ورځ، ٢٥م اګست کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه
بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر څلور
بجې
د ښاغلي سيد محمد خاکسار په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي عمر خان عمر د تلاوت
کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ټولو ملګرو خوښ
کړو، تنقيد ته د ښاغلي فرهاد علي فرهاد نظم ؤ خو په څه وجه هغوي نظم نۀ ؤ راوړے نو
بيا يې غزل تنقيد ته وړاندې کړو.
مطلع:
وخته تاسره په
قصد او په کينه يم
مټکوره د
ازميښت د بټ نينه يم
په مطلع د تنقيد شروع ښاغلي عمر وکړه، دۀ ووئيل چې
ډېره ښه مقطع يې ليکلې ده او زياته يې کړه چې د وخت سره کينه ساتل ښه خبره ده، ښه
تشبيح پکښې راوړل شوې ده، قربان اپريدي صېب ووئيل چې ډېره نوې او ښکلې مطلع ده او
ډېر نوي لفظونه يې پکښې راوړي دي، ښاغليو غُنچه ګل ملنګ، سرتاج حېران، اول خان
عاجز او صدر مطلع خوښه کړه.
وړومبے شعر:
چى ثانى ې په
دنيا عقبا کښى نشته
د هغى نورانى
شمعى پروانه يم
ښاغلي حېران شعر خوښ کړو او
وې وئيل چې د تصوف رنګ پکښې شته، عمر صېب د شعر ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې د
دنيا ټول تصوفات په دې شعر کښې رايوځائې شوي دي او پېغمبرع ته پکښې اشاره شوې ده، ښاغلي رياض رضا ووئيل چې ښۀ شعر
دے، د محمد صلي الله علېه واله وسلم په شان کښې چې ليکل شوے وي نو هغه به لازمي ښۀ
شعر وي، قربان صېب ووئيل چې د رحمان بابا رنګ پکښې دے، ښاغليو ازره وال محمد اغا
احمدزي او غُنچه ګل شعر خوښ کړو، صدر صېب ووئيل چې د جوړښت او معني په لحاظ ډېر
پُر معني شعر دے، صدر صېب زياته کړه چې په وړومبۍ مصرعه کښې د عقبا يادول ماته ښه
نۀ ښکاري، دلته صرف دنيا کافي ده.
دوېم شعر:
که بيلتون د
خپل مزاجه نه مجبور دے
زه هم ټينګه په
وعده يم پختنه يم
ښاغلي عمر ووئيل چې مجازي شعر
دے، دۀ زياته کړه چې بېلتون د هر چا په منځ کښې راځي او دلته پکښې مرګ ته اشاره
ده، د پښتنې ننګ او وفا پکښې ډېر ښۀ ياد شوي دي، عاجز صېب ووئيل چې پښتنه مؤنث ده
او دلته مذکر پښتون ليکل پکار ؤ، ښاغلي قربان ووئيل چې په شعر کښې واضحه معني
نشته، دۀ ووئيل چې په وړومبۍ مصرعه کښې خبره چا کړې ده دا پته يې نۀ لګي، ښاغلي
رامداد خان رامداد ووئيل چې د پښتونولۍ صحيح رنګ يې پکښې ښکاره کړے دے، ډېر ښۀ شعر
دے، خان جان شېدا صېب ووئيل چې دواړه مصرعې خپلو کښې سره ربط نۀ لري، ښاغلي عمر د
عاجز صېب د خبرې په ځواب کښې ووئيل چې پښتنه په خپل صحيح راغلے دے، نورالبصر بصر
صېب ووئيل چې د بېلتون سره د پښتنې د وعدې
څه تړون په دې شعر کښې نۀ ښکاري، دۀ زياته کړه چې دا پته يې نۀ لګي چې چاته په
وعده ټينګه ولاړه ده، رضا صېب ورسره اتفاق ښکاره کړو او زياته يې کړه چې د
پښتونولۍ څه وضاحت پکښې نشته، ښاغلي ډاکټر نګاه حسېن نګاه ووئيل چې د وړومبۍ مصرعې
لفظونو کښې يې کمزوري شته خو د پښتونولۍ چې کوم اوصاف او خصوصيات دي، هغه په دوېمه
مصرعه کښې ښکلي راغلي دي، ظاهر نادان سره ورسره اتفاق ښکاره کړو او زياته يې کړه
چې بېلتون سړے نۀ دے چې مونږ پکښې مؤنث او مذکر ګورو، دۀ زياته کړه چې بېلتون د هر
چا په منځ کښې راځي خو نۀ د بېلتون مزاج شته او نۀ مجبور دے بلکې بېلتون خو طاقتور
دے او په هر چا ورځي، دۀ ووئيل چې مسئله ټوله د وړومبۍ مصرعې د لفظونو ده، عمر صېب
وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
چې بېلتون تر
څو اشنا راغلے نۀ وي
ښاغلي صدر ووئيل چې د دوؤ مئينو په منځ کښې بېلتون
راځي خو بېلتون مؤنث نۀ دے، دۀ زياته کړه چې پښتنې د پښتونولۍ نه ولې وباسل کېږي،
څومره پښتو چې په پښتون کښې وي نو همدومره په پښتنه کښې هم وي، دۀ دا هم ووئيل چې
ملاله هم يوه پښتنه وه چې پښتو يې کړې وه او دلته د قافيې مجبوري هم ده، پښتنې د
ننګ او پښتونولۍ نه ويستل نۀ دي پکار، صدر صېب د ښاغلي عمر اصلاح هم خوښه کړه.
درېم شعر:
وخته دا دِ په
ما کمې لوبې اوکړې
چى د خپلو د
محفل نه بيګانه يم
ښاغلي قربان ووئيل چې وخت په چا لوبې نۀ کوي بلکې
دا انسان په خپله په ځان کوي نو بيا وخت ګرمول ښه خبره نۀ ده، دۀ وړومبۍ مصرعه
داسې تجويز کړه: عشقه!
دا دې په ما کومې چارې وکړې
ښاغلي رامداد ووئيل لازمي نۀ ده چې شاعر دې وخت ته
خراب وئيلي وي، کېدے شي د شاعر خيال د عشق نۀ وي، لازمي خو نۀ ده چې عشق دې سړے
خراب کړي، دۀ زياته کړه چې دلته شاعر د خپلې بې وسۍ يو عکس وړاندې کړے دے، لکه اوس
چې د پښتنو سره څه کېږي او در په در کډې په سر ګرځي، دا هم يوه خبره په دې کښې
کېدے شي، حاجي محمد فراز صېب ووئيل چې د وخت په ځائې دې پکښې بخت وليکل شي، ښاغلي
نګاه ووئيل چې د وخت دا لفظ د پښتو شاعرۍ نه نۀ شو ويستے، ګني نو بيا به د کلاسيک
ډېره شاعري له منځه لاړه شي، د وخت نه مراد هم بخت دے، دۀ دا هم ووئيل چې يو تقدير مبرم وي او بل
تقدير معلق، تقدير مبرم خو هغه وي چې خدائې پاک د انسان د پېدا کېدو نه مخکښې ليکلے
وي او تقدير معلق هر کال خدائې پاک ملائيکو ته وايي چې د انسان د تېر کال ژوند ته
وګورئ او د راروان کال تقدير ورله په هماغه حساب وليکئ، انسان خپل تقدير په خپله
ځان له خرابوي خو دا لازمي خبره ده چې بيا ګيله هم د تقدير نه کوي، ښاغلي بصر
ووئيل چې ډېر ښکلے او صحيح شعر دے، عمر صېب د فراز د اصلاح سره اتفاق ښکاره کړو او
ښۀ شعر يې وګڼلو، رضا صېب د ښاغليو نګاه او بصر د خبرو سره اتفاق ښکاره کړو او دوېمه
مصرعه يې داسې تجويز کړه:
د خپلو په محفل
کښې بېګانه يم
ښاغليو حېران، ازره وال او شېدا شعر خوښ کړو، نادان
صېب د ژبې غلطيو ته اشاره وکړه او وې وئيل چې په کمې کښې د م نه پس واو هم ليکل
پکار دي او د خپلو نه پس چې کوم دال دے د دغه په ځائې له ليکل پکار دي، ښاغلي ازره وال ووئيل چې کمې
او کومې دواړه ټيک دي، ټولو ملګرو په شريکه دا خبره رد کړه او وې وئيل چې د کمې
معني بيله او د کومې معني بيله ده، ښاغلي صدر د عشق او بخت دواړو تجويز خوښ کړو او
د شعر ستاينه يې وکړه.
څلورم شعر:
هر اندام کښې
راته ستا قدرت ښکاريږى
ستا د مخ د
ليدو لويه آئينه يم
شېدا صېب ووئيل چې دا شعر په وحدت الوجود کښې ليکل
شوے دے، نورې خبرې پرې کول نۀ دي پکار، ښاغلي رضوان درمان بېت الغزل وبللو، قربان
او رامداد صېب هم د شعر ستاينه وکړي، ښاغلي نګاه ووئيل چې يو د وحدت الوجود فلسفه
ده او يو د وحدت الشهود، دا شعر په وحدت الشهود کښې ليکل شوے دے، دۀ دا هم ووئيل
چې صوفياء د ذات ذکر کوي چې عالمانو دا ښه خبره نۀ ده ګڼلې خو دلته شاعر د قدرت
ذکر کړے دے د ذات يې نۀ دے کړے، شېدا صېب دا بحث مخکښې بوتلو او د خوشحال بابا دا
شعر:
حقيقي سجده هغه
ده چې د يار په لوري وشي
و کعبې ته چې
سجده، دا سجده ده مجازي
يې په دليل کښې وړاندې کړو، صدر صېب شعر خوښ کړو او
د درمان صېب خبرې سره يې اتفاق ښکاره کړو چې په دې شعر غزل ښائسته شوے دے.
مقطع:
ستا په مينه
کښى د هجر د پل لاندې
زه فرهاد زره
ذره دانه دانه يم
ښاغلي نګاه ووئيل چې په شعر
کښې ربط کمزورے دے، دۀ دا هم ووئيل چې په وړومبۍ مصرعه کښې د هجر نۀ بلکې د تيشې
ذکر پکار ؤ، شېدا صېب يې په ځواب کښې ووئيل چې شاعر دلته هغه حقيقي فرهاد نۀ يادوي
بلکې دا يې خپل تخلص دے، رامداد صېب د ښاغلي نګاه سره اتفاق وکړو او صدر صېب د شعر
ستاينه وکړه، داسې تنقيدي برخه سر ته ورسېده او دې پسې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې
ښاغليو سرتاج حېران، رياض رضا، رامداد خان رامداد، ازره وال محمد اغا احمدزي،
ډاکټر نګاه حسېن نګاه، اول خان عاجز، قربان اپريدي، ظاهر نادان، خان جان شېدا،
فرهاد علي فرهاد، عمر خان عمر، غُنچه ګل ملنګ، نورالبصر بصر، ګل نواز نواز، رضوان
درمان، حاجي محمد فرار او سيد محمد خاکسار برخه واخسته، په نننۍ غونډه کښې د رحمت
ديوان سره دا ښاغلي هم موجود وو، برکت الله مخلص، مُناب ګل، محمد شعېب، زاهد
ارماني او نديم، په اخر کښې د ښاغلي رحمت سيد صافي د روغ صحت دپاره دعا وغوښتے شوه
چې خدائې پاک ورله د بيمارۍ نه شفاء ورکړي او د اردو ژبې افسانه نګار او شاعر پروفېسر طه خان په
مړينه او د شمس فګار د نيکۀ په مړينه غمرازي وشوه او ټولې غونډې په ګډه د دوي د
مغفرت دپاره او کورنۍ ته د صبر دعا وکړه، په راروانه غونډه کښې به رامداد خان
رامداد خپله افسانه تنقيد ته وړاندې کوي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان