د اتوار ورځ، ١٩مه مۍ کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون وړومبۍ غونډه په ماشوګګر کښې د
غفار خېلو په حجره کښې پنځۀ بجې شروع شوه، د غونډې صدر ښاغلے مسعود اپريدے ؤ او د
نظامت چارې ښاغلي ظاهر نادان ترسره کولې، د غونډې پېل د قرآن پاک د تلاوت نه رضوان
درمان وکړو.
په دې غونډه کښې د غونډې په حقله خبرې اترې وشوې، د
ټولو ملګرو د بحث نچوړ په لاندې ډول دے:
د غونډې نوم به پښتو ادبي تړون وي، د غونډې
اجلاسونه به په هر اتوار کېږي، غونډه به د پښتو ادب د ودې او پرمختيا لپاره کار
کوي، په غونډې کښې به د يو سرپرست، نظامت چلوونکي او روداد ليکونکي نه علاوه بله
کومه عهده نۀ وي، دا غونډه به د ټولو پښتنو وي، هر يو ملګرے چې د غونډې د فائدې او
د پښتو ادب د ودې لپاره کار کول غواړي نو بې د څه عهدې او څه ذاتي لالچ نه يې کولے
شي، د غونډې نوم به هيڅ يو ملګرے د خپل ذاتي مفادو لپاره نۀ استعمالوي، غونډه به
کوشش کوي چې يو کتابتون هم جوړ کړي چې د ملګرو د مطالعې لپاره پکښې ګټور کتابونه
موجود وي، هر يو ملګرے چې غواړي د غونډې نظامت وچلوي او يا يې روداد وليکي نو په
ډاډه زړۀ يې ليکلے شي.
د پښتو ادبي تړون دې غونډې جوړولو په سرخېلو کښې
سرتاج حېران، ظاهر نادان، ګل نواز نواز، مسعود اپريدے، رحمت ديوان او رضوان درمان
شامل دي، دوي ټولو په شريکه د دې غونډې پېل وکړو، دوي عزم وکړو چې بې د لالچه به د
پښتو ادب د ودې لپاره کار کوو او دا غونډه به پرمخ بوځو.
په دوېمه برخه کښې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې
ښاغليو ګل نواز نواز، رضوان درمان، مسعود اپريدي، ظاهر نادان او سرتاج حېران خپل
کلامونه واورول.
راروانې غونډې له به رضوان درمان خپل غزل تنقيد ته
راوړي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان