Sunday, June 16, 2013

د پښتو ادبي تړون د ۱۶م جون کال ۲۰۱۳ء روداد

د اتوار ورځ، ١٦م جون کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر پاؤ باندې پنځۀ بجې د ښاغلي نګاه حسېن غريب نګاه په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي شاه محمود غزنوي د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو، په روداد د تنقيد شروع ښاغلي سرتاج حېران وکړه، دۀ ووئيل چې زۀ په تېره غونډه کښې نۀ وم خو روداد دومره جامع ليکلے شوے دے چې ماته داسې ښکاري چې په تېره غونډه کښې زۀ هم وم، دۀ د روداد ستاينه وکړه، غزنوي صېب ووئيل چې ډېر ښکلے روداد يې ليکلے دے، دۀ زياته کړه چې په غونډه کښې به خبرې ډېرې شوي وي خو روداد ليکونکي ترې مطلبي ټکي راخيستي دي او ډېر په سادګۍ او روانۍ سره يې ليکلے دے چې د تعريف وړ دے، ښاغلي سيد محمد خاکسار د غزنوي صېب د خبرو تائيد وکړو، ګل نواز نواز صېب ووئيل چې په روداد کښې ټولې خبرې راخيستل شوي دي او ډېر ښۀ ليکل شوے دے، ښاغلي صدر ووئيل چې د روداد تړون او د خبرو ربط په ډېر ښۀ انداز شوے دے، دۀ ووئيل چې د شاعر تخلص ليکل د شاعر عزت دے خو په هر ځائے کښې ورسره صېب او ښاغلے ليکل مبالغه جوړوي، داسې په روداد تنقيد سر ته ورسېدو.
په دوېمه برخه کښې د رحمت ديوان افسانه وه خو ښاغلي سرتاج حېران وئيلي ؤ چې زۀ به خپله افسانه تنقيد له راوړم، نو داسې هغوي خپله افسانه "عقيده" تنقيد ته وړاندې کړه، په افسانه د تنقيد شروع غزنوي صېب وکړه، دۀ ووئيل چې په افسانه کښې ډېره ښکلې موضوع راوړل شوې ده، دۀ د پېغام ستاينه وکړه، غزنوي صېب زياته کړه چې هديرې ته تګ پکار دے او دا د پېغمبر عليه السلام حديث هم دے چې تاسو هديرې ته ډېر ډېر ځئ او دعاګانې ورته کوئ، دۀ ووئيل چې څنګه په افسانه کښې د زيارت ذکر شوے دے نو زيارتونه اوس کم شوي دي او دا چې طوافونه صرف د بېت الله شريف نه کېږي نۀ چې خلق دې د هر مسلمان د قبر نه  طوافونه وکړي، دا عقيده خرابوي، دۀ زياته کړه چې مسلمان ته دا نۀ دي پکار چې په زيارتونو کښې دې کاڼي وتړي، مرادونه دې ترې کوي دا ټول په شرک کښې راځي، دۀ دا هم ووئيل چې په افسانه کښې کله د مندر ذکر کېږي نو د عقيدې ذکر د هغې نه وروسته پکار دے، دۀ ووئيل چې افسانه نګار دې کوشش وکړي نو ډېرې ښې ښې افسانې به وليکي، ښاغلي خاکسار ووئيل چې ښه افسانه يې ليکلې ده، ډېر سبق پکښې دے او د نوم سره ډېره برابره ده، ديوان ووئيل چې زۀ افسانه نګار ته داد ورکوم چې په وړومبي ځل يې کوشش کړے دے، دۀ زياته کړه چې افسانه نګار ته پکار دي چې د پښتو افسانو کتابونه دې وګوري، ځکه چې پښتو افسانه ډېره مخکښې تلې ده، دۀ دا هم ووئيل چې دا افسانه نۀ ده، په دې کښې نۀ پلاټ شته او نۀ پکښې څه خاص کردار، داسې ښکاري چې کوم ملګري ته يې خط ليکلے وي او يا چې څوک چرته لاړ شي او واپس راشي نو يو ملګري ته د هغه ځائے خبرې کوي، دۀ زياته کړه چې خواري دې وکړي او په همدې موضوع ښه افسانه ليکلے شي، ښاغلي صدر ووئيل چې دې خبرې ته کتل پکار دي چې دا افسانه ولې نۀ ده، دۀ زياته کړه چې د افسانې تر نيمې پورې خو دې افسانې پلاټ لرلو خو د نيمې نه پس پکښې تبليغ شروع شوے دے، دۀ دا هم ووئيل چې د پلاټ کمزورۍ پکښې دي، دۀ ووئيل چې وحدت تاثر خو په کالم کښې هم وي، خو دلته افسانه نګار د خپل طرف نه تبصرې شروع کړې دي، دۀ افسانه نګار ته ووئيل چې په پښتو کښې ډېرې ډښې ښې افسانې ليکلي شوي دي او چاپ شوي دي، لکه د قلندر مومند، ارباب رشيد، طاهر اپريدي او زېتون بانو افسانې وګوره، دۀ دا هم ووئيل چې د دې نه به پته ولګي چې افسانه شروع کېږي څنګه او اختتام ته يې رسول څنګه وي، داسې په افسانه تنقيد سر ته ورسېدو.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو سرتاج حېران، شاه محمود غزنوي، سيد محمد خاکسار، ګل نواز نواز عبدالرزاق حېدر، رحمت ديوان او نګاه حسېن غريب نګاه برخه واخيسته، په نننۍ غونډه کښې فياض هم برخه واخيسته، راروانې غونډې له به ښاغلے سيد محمد خاکسار خپل غزل تنقيد ته راوړي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان

No comments:

Post a Comment