د اتوار ورځ، ٢٦مه مۍ کال ٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د فياض
خان په حجره، شهيد ګړۍ کښې، مازيګر ٤ بجې د ښاغلي غنم رنګ کوچي په صدارت کښې شروع
شوه، د غونډې مشر مېلمه ښاغلے لائق اپريدے ؤ او د نظامت چارې نورالبصر بصر ترسره
کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي نورالبصر بصر د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې
غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ کړو.
ورپسې ښاغلي رضوان درمان خپل غزل تنقيد ته وړاندې
کړو.
مطلع:
لۀ خپله ځانه
مې نن هر سړے بېزار وليدو
په يو کالۀ کښې
مې بيلتون د زوى او پلار وليدو
په مطلع د تنقيد شروع ښاغلي رحمداد خان رحمداد
وکړه، دۀ ووئيل چې په مطلع کښې اوسني وخت ته اشاره ده خو وړومبۍ مصرعه يې کمزورې
ده، دۀ ووئيل چې دواړه مصرعې په خپل منځ کښې ربط نۀ لري. ښاغلي اول خان عاجز صېب
هم د رحمداد صېب سره اتفاق ښکاره کړو او وې وئيل چې دواړه يوه خبره ده، فکرمل
اپريدي صېب ووئيل چې ساده باده شعر دے، څه فرق پکښې ماته نۀ ښکاري، ښاغلي رحمت سيد
صافي ووئيل چې د نن معاشرې، چاپېرچل، ګرانۍ او د اوسنو حالاتو ښه نمائندګي کوي، دۀ
ووئيل چې نن سبا پلار د زوي سره انښتے دے او زوي د پلار سره، دۀ دا يوه ښه مطلع
وګڼله او دا يې هم ووئيل چې په زړو شاعرانو کښې هم داسې ښه مطلع چا نۀ ده ليکلې،
دۀ زياته کړه چې يو کس په شعر ځان پوهول نۀ غواړي نو بيا خو پرې څوک هم نۀ شي
پوهېدے، رحمداد صېب ووئيل چې د تنقيد خپل مزاج دے، بايد تنقيد په مناسبه لهجه وشي
چې د نورو سپکاوے پکښې نۀ وي، ښاغلي ګل نواز نواز ووئيل چې په وړومبۍ مصرعه کښې
خبره يو شان ده او په دوېمه کښې بل شان، دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
په خپلو سترګو
مې نن هر سړے بېزار وليدو
ښاغلي بصر ووئيل چې په دې مطلع کښې وضاحت نشته، چې
پلار ولې د زوي نه بېزاره دے او زوي ولې د پلار نه، دۀ شاعر له داد هم ورکړو چې
نوے شاعر دے او دا يې هم يو ښۀ کوشش وګڼلو، سرتاج حېران صېب ووئيل چې مطلع ډېره ښه
ده او دا لازمي نۀ ده چې په هر شعر کښې دې وضاحت هم وي، ښاغلي لائق اپريدي هم دا
خبره وکړه چې په مطلع کښې وضاحت نشته، ښاغلي صدر غنم رنګ کوچي ووئيل چې دا مطلع
ډېرې خامۍ لري، په دې کښې ټولې زړې خبرې شوي دي، دۀ زياته کړه چې دا خبرې پخوانو
شاعرانو هم کړي دي او له دۀ نه يې ښې کړي دي، دۀ ووئيل چې د دواړو مصرعو په خپل
منځ کښې څۀ ربط نشته.
وړومبے شعر:
نه دي د خدائے
او د رسول په طريقو برابر
د وسنو مې
عجيبه غوندې سنګار وليدو
ښاغلي حېران ووئيل چې د سنګار دا لفظ په دې شعر کښې
ښۀ نۀ لګي، رحمداد صېب ووئيل چې شاعر څۀ نوې خبره نۀ ده کړې، دۀ زياته کړه چې مونږ
د خدائے د پېغمبر ډېر څيزونه پرېښي دي، خبره صرف سنګار ته رامحدودول ښه نۀ ښکاري،
دۀ دا هم ووئيل چې په پښتنه معاشره کښې سنګار ښځې کوي، د سړو دپاره دا لفظ
استعمالول هم بد لګي، دۀ دا شعر کمزورے وګڼلو، ښاغلي صافي ووئيل چې وړومبۍ مصرعې
ته خيال کول پکار دي، په وړومبۍ مصرعه کښې د خدائے د پېغمبر د طريقو خبره شوې ده،
په دې کښې ټولې طريقې راځي او په دوېمه مصرعه کښې بيا د سنګار خبره شوې ده، دۀ
زياته کړه چې دا حقيقت دے چې نن سبا ټول سړي سنګار کوي، ښاغلي عاجز ووئيل چې په
طريقه او سنګار کښې ډېر فرق دے، دۀ دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
دا اوسنے مې
عجيبه طريقه کار وليدو
ښاغلي ګل نواز نواز ووئيل چې د پېغمبر طريقې خو
مونږ ليدلي دي، خو د خدائے د طريقو نه لا نۀ يو خبر، دۀ دا هم ووئيل چې د الله نوم
دې ترې لرې کړل شي، فکرمل صېب ووئيل چې دا شعر نۀ بلکې حمد ښکاري، ښاغلي بصر ووئيل
چې شاعر د خدائے او د رسول لار يادوي، دۀ ووئيل چې شاعر نوے دے لږ خيال به يې کوو،
دۀ د اول خان صېب د تجويز ستاينه وکړه، ښاغلي لائق اپريدي ووئيل شاعر کامياب شوے
نۀ دے او خيال يې په مزغو کښې پاتې شوے دے، صافي صېب ووئيل چې کۀ د دې شعر نه د
الله نوم لرې شو نو بيا به د شعر مطلب ختم شي، ښاغلي صدر ووئيل چې دا شعر د مطلعې
په تسلسل کښې ليکل شوے دے، دۀ ووئيل چې حمد هم ورته وئيلے شو، دۀ زياته کړه چې دا
يو کمزورے شعر دے، پکار ده چې چرته کليسا يا مندر پکښې ياد شوے وے نو بيا به يې هم
څۀ ځائے نيولے وے.
دوېم شعر:
په صفا مينه
کښې اخر سړے منزل ته رسي
دا نننے عشق د
خلقو مې روزګار وليدو
ښاغلي لائق ووئيل چې شاعر دلته صفا مينه يادوي نو
مينه خو خچنه نۀ وي، دۀ دا هم ووئيل چې عشق يې په
دوه چپو کښې استعمال کړے دے خو دا دے يوه چپه، بصر صېب ووئيل چې وړومبۍ
مصرعه يې ښه ده، دۀ ووئيل چې د عشق نه پس چې کوم دال دے، دا ډېر ستغ لګي، سړے
ورسره انښلي، څوک دې پرې خبره وکړي، ښاغلي صافي ووئيل چې مينه خلقو خچنه کړې ده،
دۀ ووئيل چې يو حقيقي مينه ده او يوه د پخوانو خلقو مينه وه، دا اوسنۍ مينه خو
خلقو ډېره زياته خچنه کړې ده، دۀ د بصر
صېب په ځواب کښې ووئيل چې په پردي شعر کښې خو سړے خامخا انښلي، دۀ ښه شعر وګڼلو، ښاغلي
اول خان ووئيل چې حقيقي مينه دې ياده کړي، دۀ ووئيل چې د خدائے سره مينه تل صفا
وي، د دنيا مينه تل خچنه وي، دۀ زياته کړه چې په دې شعر کښې د خچن څه خبره نشته، رامداد
صېب د اول خان صېب سره اتفاق ښکاره کړو، دۀ ووئيل چې د ننني عشق نه روزګار جوړ شوے
دے، دۀ زياته کړه چې عشق خو د الله او رسول دے، دۀ دا هم ووئيل چې د مينې په لفظ
کښې هيڅ خچنتيا نشته، ښاغلي بصر پوښتنه وکړه چې د خلقو نه پس چې کومه
"مې" ده، د دې مطلب څه دے، ښاغلي صدر ووئيل چې دا خلق يادوي، دۀ ووئيل
چې په روزمره کښې مونږ داسې وايو، دۀ د لفظونو جوړښت ښۀ وګڼلو او دا يې هم ووئيل
چې په شعر کښې وضاحت نشته.
درېم شعر:
ډير مې
ارمان دے د درتلو چې بې وسى مې نۀ وے
کۀ مې په ژوند
باندې يو ځلې ستا دربار وليدو
ښاغليو عاجز، صافي او لائق شعر خوښ کړو، رامداد صېب
ووئيل چې ښۀ شعر دے خو څۀ وضاحت پکښې نشته، ښاغلي بصر دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
کۀ مې په ژوند
کښې هم يو ځلې ستا دربار وليدو
عاجز صېب ووئيل چې د شاعر خپل شعر ښۀ دے، ښاغلي
رامداد د بصر صېب مصرعه خوښه کړه، ښاغلي صدر ووئيل چې په دې شعر کښې د مې ډېر
تکرار دے، دۀ دا يو ښۀ شعر وګڼلو او وې وئيل چې معني پکښې شته.
څلورم شعر:
پرهر د زړه به
مې راجوړ شي بس په هغه وخت کښې
په خپل وطن د
ازادۍ کۀ مې بهار وليدو
ښاغلي رامداد ووئيل چې په شعر کښې د امن ذکر پکار
ؤ، دۀ زياته کړه چې مونږ ازاد يو نو بيا ازادي د چا نه غواړو، صافي صېب ووئيل چې
داسې ډېر اسلامي ملکونه شته چې د انګرېزانو غلامان دي، دۀ يو ښۀ او انقلابي شعر
وګڼلو، دۀ زياته کړه چې مونږ غلامان يو زمونږ په خاوره اغيار واکمن دے، ښاغلي بصر
د شعر تعريف وکړو او زياته يې کړه چې د ازادۍ نه پس "کۀ" کۀ په
"کښې" بدل شي نو ښۀ به وي، نواز صېب ووئيل چې "بس په" دې ترې
لرې کړي، ښاغلي حېران يې په ځواب کښې ووئيل چې بيا به د شعر چپې کمې شي، دۀ زياته
کړه چې شاعر ته په خپله پکار دي چې بيا پرې سوچ وکړي، ښاغلي صدر د صافي صېب د خبرو
تائيد وکړو، دۀ زياته کړه چې زوړ خيال دے، شعريت پکښې نشته، جذبه او غېرت هيڅ هم
نۀ لري، دۀ ووئيل چې په دوېمه مصرعه کښې ګرامري غلطي هم ده، دۀ دوېمه مصرعه داسې
سمه کړه:
د ازادۍ کۀ مې
په خپل وطن بهار وليدو
مقطع:
د وصال تږے زۀ
درمان يم د مودو نه ورته
يو ځل په سترګو
کۀ مې بيا مرور يار وليدو
صافي صېب ښه مقطع وګڼله، ښاغلي لائق ووئيل چې د
مرور نه مخکښې پکښې خندا راوستل پکار دي، عاجز صېب هم مصرعه خوښه کړه، ښاغلي
رامداد ووئيل چې په مقطع کښې دومره څه نشته، په زوره ترې مطلب راويستل نۀ دي پکار،
دۀ زياته کړه چې يار مرور شو نو بيا پکښې خندا ته څه ضرورت پېښ شو، صدر صېب ووئيل
چې د مقطعې جوړښت ښۀ دے، دۀ په ټول غزل باندې ووئيل چې خبرې پکښې ټولې زړې شوي دي،
دۀ شاعر له دا مشوره ورکړه چې مطالعه دې وکړي، د پښتو کلاسيکي شاعري او نوې شاعري
دې وګوري، دۀ دا هم ووئيل چې مسلسل غزل ليکل نۀ دي پکار، د هر شعر ځانله ځانله
معني او مطلب پکار دے، دۀ ووئيل چې د شاعر نه دا توقع کېدے شي چې په ائنده کښې ښه
شي، داسې تنقيدي برخه سر ته ورسېدو.
ورپسې نورالبصر بصر د محمد داود جان مومند د کتاب
"پښتو ادب ته يوه کتنه" نه د "داستان څه ته وايي" مضمون ټولو
ملګرو ته ولوستو، ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو نورالبصر بصر، رحمت سيد
صافي، اول خان عاجز، رضوان درمان، سرتاج حېران، رامداد خان رامداد، فکرمل اپريدي،
ظفر اقبال اقبال، ګل نواز نواز، لائق اپريدي (د خېبر اپريدي شعر) او غنم رنګ کوچي
برخه واخيسته، دوي سره په نننۍ غونډه کښې رحمت ديوان او دا ښاغلي هم موجود وو شېر
رحمان رود او صديق الرحمان. د غونډې په اخر کښې په شريکه فېصله د غونډې تاحيات صدر
سرتاج حېران وټاکلے شو، د روداد ليکنې چارې رحمت ديوان او د نظامت چارې نورالبصر
بصر په خپله غاړه واخيستې.
راروانې غونډې له به نورالبصر بصر خپل مضمون تنقيد
ته راوړي او د رحمت ديوان افسانه به سټېنډ بائي وي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان