Monday, June 3, 2013

د پښتو ادبي تړون د ۲م جون کال ۲۰۱۳ء روداد

د اتوار ورځ، ٢م جون کال ٢٠١٣ء
روداد ليکونکے: رحمت ديوان
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د فياض خان په حجره، شهيد ګړۍ، بډه بېرې، ماشوګګر کښې، مازيګر پاؤ باندې ٤ بجې د ښاغلي اول خان عاجز په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې سرپرست سرتاج حېران ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي رضوان درمان د تلاوت کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ کړو، ښاغلي مصور غمګين ووئيل چې زۀ په تېره غونډه کښې نۀ وم خو روداد دومره ښۀ ليکل شوے ؤ چې مونږ ته ترې د تېرې غونډې ټول حال رامعلوم شو، دۀ د روداد تعريف وکړو، ښاغلي صدر ووئيل چې په روداد کښې د تېرې غونډې ټولې خبرې رااخيستل شوي دي، دۀ د روداد ستاينه وکړه.
ټاکل شوې وه چې نورالبصر بصر به خپل مضمون تنقيد له راوړي خو هغه غونډې ته حاضر نۀ شه نو رحمت ديوان چې افسانه يې سټېنډ بائي وه، خپله افسانه "له ازاره چا بازار ليدلے نۀ دے" تنقيد ته وړاندې کړه، د تنقيد شروع پرې ښاغلي حېران وکړه، دۀ ووئيل چې په افسانه کښې دوه لفظونه ميسجونه او ټيليفونونه استعمال شوي، پکار وه چې د ميسج دپاره پېغام او د ټيلفون دپاره هم داسې څه پښتو لفظ استعمال شوے وے، رحمت ديوان يې په ځواب کښې ووئيل چې دا مستعمل لفظونه دي او خلق پرې په اسانۍ پوهېږي او د دې په بدل کښې مونږ سره داسې څه خاص لفظونه نشته چې مونږ يې پکار راولو، مصور غمګين صېب د افسانې ستاينه وکړه، دۀ  زياته کړه چې په دې افسانه کښې زمونږ د معاشرې ډېره ښکلې عکاسي شوې ده، دۀ ووئيل چې لکه څنګه چې په افسانه کښې ښودل شوي دي چې دغه هلک ډېر ښۀ ؤ، په سبق کښې هم تکړه ؤ خو بيا د داسې غلطو هلکانو سره ناست پاست شو چې هغه پرې بې لارې شو او مور او پلار ته يې هم دومره خفګان ورسولو، دۀ ووئيل چې زمونږ په معاشره کښې همداسې کېږي چې د هلکانو نه مور پلار نۀ وي خبر او چې کله يې پلټنه وکړي نو هغوي ډېر بې لارې شوي وي، دۀ ووئيل چې دا ډېره ښه افسانه ده او زمونږ د چاپېرچل سره تړلې ده، ښاغلي ګل نواز نواز ووئيل چې افسانه ډېره ښه وه او رحمت ديوان خو ډېرې ښې افسانې ليکي، دۀ زياته کړه چې په افسانه کښې يو ځائے راغلي دي چې "د شمعې نه ماشي راتاؤ شوي دي" نو ماشي شمعې له نۀ راځي، شمعې له خو پتنګان راځي، دلته پتنګان ليکل پکار دي، ښاغلي نعيم جان خاکسار ووئيل چې کوم کس خپل څه څيز تنقيد ته وړاندې کړي نو هغه ته بيا نۀ دي پکار چې خبره وکړي، مصور صېب ووئيل چې د ټيليفون او ميسج دا لفظونه عام دي، د اردو والا يې هم استعمالوي او مونږ هم او ټول خلق يې پېژني، ښاغلي رضوان درمان پوښتنه وکړه چې په افسانه کښې يو ځائے د تندرونو ذکر راغلے، تندرونه جمع ده، دۀ زياته کړه چې دا تندرونه چرته راغورځېدل او څومره وو، دۀ ووئيل چې په افسانه کښې د  دې وضاحت نشته، دۀ دا پوښتنه هم وکړه چې د افسانې په سر کښې د تروږمۍ لفظ راغلے دے چې دا څه معني لري، ښاغلي مصور يې په ځواب کښې ووئيل چې کله سپوږمۍ په وريځو کښې پټه شي نو هغې ته مونږ تروږمۍ وايو او يا چې  کله زول او طوفان راشي نو هغې ته هم تروږمۍ وايو، درمان صېب د افسانې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې سسپنس پکښې ښۀ ډېر ؤ او ډېره ښکلې افسانه وه، ښاغلي صديق الرحمان ووئيل چې د نواز صېب خبرې سره اتفاق کوم چې ماشي شمعې له نۀ راځي، دۀ ووئيل چې پتنګان صرف د باران په وخت کښې راپېدا کېږي، کۀ دلته حشرات وليکي نو ډېر به ښۀ وي، دۀ زياته کړه چې په افسانه کښې يو ځائے کښې ليکي چې "اورنګزېب مور ته ميسج وکړو" نو په پښتني معاشره کښې د ښځو سره موبائل نۀ وي، که د مور په ځائے ورور وليکل شي نو ښۀ به وي، دۀ دا هم ووئيل چې د اورنګزېب په جينکو پسې ګرځېدلو په ځائے کۀ داسې وليکل شي چې اورنګزېب به د جينکو د سکول مخې ته ګرځېده نو ښۀ به وي، ښاغلي صدر د تروږمۍ په حقله ووئيل چې کله سپوږمۍ په اسمان کښې پوره وي نو هغې ته د سپوږمۍ شپه وايي او چې کله سپوږمۍ کمه شي او يا نۀ وي نو هغې ته د تروږمۍ شپه وايي، دۀ د افسانې په حقله ووئيل چې په افسانه ټولو ملګرو خبرې وکړې او چې څه خامۍ او خوبۍ پکښې وې هغه يې په ګوته کړې، دۀ زياته کړه چې دا يوه ښه افسانه ده او د افسانه نګار نه مونږ مخکښې هم افسانې اورېدلي دي چې تنقيد ته يې وړاندې کړي دي، دۀ دا هم ووئيل چې افسانه نګار ډېر ښۀ ليکل کوي او زۀ يې ستاينه کوم، داسې په افسانه تنقيد سر ته ورسېدو او ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو ګل نواز نواز، ظفر اقبال اقبال، مصور غمګين، نعيم جان خاکسار، رضوان درمان، سرتاج حېران، رحمت ديوان (دسعدالله جان برق شعرونه) او اول خان عاجز برخه واخيسته، د دوي سره په نننۍ غونډه کښې ښاغليو سحر ګل، محمد سهېل او صديق الرحمان هم ګډون درلود.
راروانې غونډې له به ګل نواز نواز خپل غزل تنقيد ته راوړي او د نعيم جان خاکسار غزل به سټېنډ بائي وي.

د پښتو ادبي تړون د ۲م جون ۲۰۱۳ء د غونډې انځورونه

اول خان عاجز ( د ننۍ غونډې صدر)، سرتاج حېران (سرپرست) او رضوان درمان

صديق الرحمان، نعيم جان خاکسار او محمد سهېل

رحمت ديوان، اول خان عاجز، سرتاج حېران او رضوان درمان

اول خان عاجز، محمد سهېل او مصور غمګين

ګل نواز نواز، ظفر اقبال اقبال، سحر ګل، رحمت ديوان، اول خان عاجز او سرتاج حېران

رحمت ديوان، اول خان عاجز، سرتاج حېران او رضوان درمان

نعيم جان خاکسار، محمد سهېل او مصور غمګين
 
اول خان عاجز، سرتاج حېران او رضوان درمان

رضوان درمان، صديق الرحمان او نعيم جان خاکسار