د اتوار ورځ، ١٨م اګست کال ٢٠١٣ء
فرهاد علي فرهاد، جناب ګل مسافر، غُنچه ګل ملنګ او عمر خان عمر |
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه
بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر څلور
بجې
د ښاغلي جناب ګل مسافر په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي رضوان درمان د تلاوت
کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد سرتاج حېران وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ
کړو، ښاغلي ظاهر نادان ووئيل چې په روداد کښې خبرې واضحه نۀ دي راخستل شوي، ګل
نواز نواز صېب ووئيل چې په روداد کښې ځينو نومونو ته جناب او ځينو ته ښاغلے ليکل
شوي دي، پکار دي چې صرف ښاغلے وليکي، رحمت ديوان ووئيل چې روداد ليکونکي د خپل نوم
سره هم ښاغلے ليکلے دے چې دا ښه خبره نۀ ده، دۀ زياته کړه چې په روداد کښې د تېر
روداد د ليکونکي (رحمت ديوان) نوم هم نۀ دے ذکر شوے، ځينو نومونو سره د ښاغلي او
صېب دواړه توري ليکل شوي دي دلته صرف يو تورے کافي دے، دۀ دا هم ووئيل چې په روداد
کښې د محترم او جناب ټکي ښۀ نۀ ښکاري. ورپسې ښاغلي اول خان عاجز خپل غزل تنقيد ته
وړاندې کړو.
ديانت، اظهار الدين، مسعود اپريدے، فياض مومند او نورالبصر بصر |
مطلع:
پسى ګرځم لټومه
د سکون زړه
ما پيدا نکړو
لا هغسي پښتون زړه
په مطلعې د تنقيد شروع ښاغلي عمر خان عمر وکړه، دۀ
ووئيل چې په مطلعه کښې ربط نشته، دۀ دا هم ووئيل چې شاعر د خپل زړۀ د سکون پېدا
کولو کوشش کوي خو د وړومبۍ مصرعې نه داسې ښکاري چې د بل چا د زړۀ سکون لټوي،
نورالبصر بصر صېب يې د خبرو سره تائيد وکړو او زياته يې کړه چې په شعر کښې وضاحت
نشته، دۀ ووئيل چې په وړومبۍ مصرعه کښې شاعر ځانله سکون غواړي، ښاغلي فياض مومند
ورسره همغږي ښکاره کړه، ښاغلي نواز دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
ما پېدا نۀ کړو
تراوسه لا پښتون زړۀ
ښاغليو ازره وال محمد اغا احمدزي، درمان او صدر يې
تائيد وکړو.
وړومبے شعر:
هر سړے دے د
دنيا محبت وړے
ځکه نه مى خورى
هيچا سره سمون زړه
ښاغليو عمر، حېران او درمان شعر خوښ کړو، فياض مومند
صېب ووئيل چې په دنيا کښې دنيا خوښول څه بده خبره نۀ ده، دۀ زياته کړه چې دنيا باب
الاسباب ده او محبت ورسره کول د ژوند حصه ده، دۀ شاعر ته تجويز ورکړو چې په وړومبۍ
مصرعه کښې دې بدلون وکړي، ښاغلي بصر شعر داسې تجويز کړو:
بعضې خلق د
دنيا محبت وړي
ځکه نۀ مې خوري
هر چا سره سمون زړۀ
رحمت ديوان، سرتاج حېران |
سيد محمد خاکسار صېب د تجويز ستاينه وکړه او زياته
يې کړه چې ځينو ته به پکښې اشاره وشي، صدر صېب هم د اصلاح تائيد وکړو.
دوېم شعر:
چه قيصي ته د
ليله او د قيس ګورم
ليله وړے وو د
قيس غوندى مجنون زړه
ښاغلي حېران ووئيل چې د لېلا ټکے پکښې تکراري دے او
قېس او مجنون هم يو سړے دے، فياض صېب ورسره همغږے شو، ښاغلي مراد علي مراد ووئيل
چې ښۀ شعر دے، دۀ د شعر مطلب داسې واضحه کړو چې مجنون لېونے ؤ او د مجنون زړۀ هم
لېونے ؤ او هغه لېلا وړے ؤ، عمر صېب دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
لېلا وړے ؤ په
مينه د مجنون زړۀ
ښاغليو بصر، ازره وال، درمان او صدر يې اصلاح خوښه
کړه.
غُنچه ګل ملنګ، عمر خان عمر، سيد محمد خاکسار، اول خان عاجز |
درېم شعر:
ورکښ مينى چه د
خدائي او رسول نه وى
وابنخلى د هغه
زما تړون زړه
ښاغلي فياض مومند ووئيل چې په شعر کښې د تصوف رنګ
شته، دۀ زياته کړه چې يو روايتي شعر دے چې د خدائې او رسول سره يې پکښې خپله مينه
ياده کړې ده، خاکسار صېب د "ورکښې" په ځائې د "پکښې" تجويز
وړاندې کړو، ښاغلي عمر ووئيل چې ورکښې او پکښې يو څيز دے خو چې پکښې شي نو خوندور
به شي، مراد صېب دوېمه مصرعه داسې تجويز کړه:
د هغۀ سره مې
نۀ اخلي تړون زړۀ
ښاغلي ازره وال يې تجويز خوښ کړو او زياته يې کړه
چې ورکښ کښې اخري مجهوله يا ليکل پکار دي، چه په هې نۀ بلکې په مخصوصه يا او مينى
په معروفه يا نۀ بلکې په هې ليکل پکار دي، ښاغلي بصر وړومبۍ مصرعه داسې تجويز کړه:
او زياته يې کړه چې د ورکښې خبره به هم پکښې ختمه
شي، درمان او صدر صېب يې اصلاح خوښه کړه.
څلورم شعر:
څه اثر به د
هغه د نصيحت وى
چه پخپله کوى
چارى د بلتون زړه
ښاغلي عمر ووئيل چې ربط پکښې نشته، نادان صېب ووئيل
چې په وړومبۍ مصرعه کښې يې يوه خبره کړې او په دوېمه کښې بله، دۀ زياته کړه چې د دوېمې
مصرعې نه څه واضح مطلب نۀ راووځي، ښاغلي فياض مومند ووئيل چې قافيه يې د مجبورۍ نه
راوړې ده، دۀ کمزورے شعر وګڼه، مراد صېب ووئيل چې د بېلتون په ځائې دې افسون پکښې
وکارول شي، ښاغلي بصر ووئيل چې افسون سم نۀ راځي، دۀ زياته کړه چې په شعر کښې ربط
پېدا کول دي او په دې، دې شاعر په خپله خواري وکړي.
ځکه زه په
بيدلانو کښ حساب شوم
اول خان يار له
ورکړى دے پرون زړه
ښاغليو خاکسار او عمر مقطعه خوښه کړه، ښاغليو فرهاد
او حېران په دې نيوکه وکړه چې په وړومبۍ مصرعه کښې ځان يادوي او په دوېمه کښې بيا
اول خان يادوي، نو دا خو دوه کسان شول، مراد صېب د پرون نه مخکښې دے په وو د
بدلولو تجويز وړاندې کړو، ښاغلي درمان ووئيل چې په بيدلانو کښې د ب نه پس مجهوله
يا ليکل پکار دي، ازره وال صېب ووئيل چې بېدلانو دې په بُزدلانو بدل کړي، بصر صېب
په بې هوده ښه وګڼلو، ښاغلي مراد پکښې د عاجزانو تجويز ورکړو، عمر صېب وړومبۍ
مصرعه داسې تجويز کړه:
ځکه زۀ په
مجنونانو کښې حساب شوم
په راروانه غونډه کښې به د ښاغلي فرهاد علي فرهاد
په نظم خبرې کېږي او د ښاغلي ازره وال محمد اغا احمدزي غزل به سټېنډ بائي وي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان
No comments:
Post a Comment