د اتوار ورځ، وړومبے ستمبر کال
٢٠١٣ء
د پښتو ادبي تړون اووۀ ورځنۍ تنقيدي غونډه د بډه
بېرې تاڼې شاته د نثار خان په مارکيټ کښې، مازيګر څلور
بجې
او شل دقيقو باندې د ښاغلي رحمت سيد صافي په صدارت کښې شروع شوه، د نظامت چارې رحمت ديوان ترسره کولې، د غونډې باقاعده پېل ښاغلي محمد فريد مفکر د تلاوت
کلام پاک نه وکړو او د تېرې غونډې روداد رحمت ديوان وړاندې کړو چې ګڼو ملګرو خوښ
کړو، ښاغلي ظاهر نادان ووئيل چې په روداد کښې ډېرو ځايونو کښې داسې راغلي دي چې
شعر يې خوښ کړو، که د دې په ځائې په ځينو ځايونو کښې کلام وليکل شي نو ښه به وي،
ښاغلي خان جان شېدا ووئيل چې کلام ټول غزل ته وايي او شعر دوه مصرعو ته، دې پسې
ښاغلي رامداد خان رامداد خپله افسانه "سوځي پېښور مې" تنقيد ته
وړاندې کړه، په افسانه د تنقيد شروع ښاغلي سيد محمد خاکسار وکړه، دۀ ووئيل چې افسانه
نګار د پېښور قيصه کوي او د پېښور د سوځېدو حال بيانوي خو د پښتونخوا او په خاصه
توګه د پښتنو په خاوره په هر ځائې کښې اور بل دے، دۀ د سپېډ تورے او انسو ګېس هم
پښتو ونۀ ګڼله او وې وئيل چې اوښکې تويونکے ګېس ليکل پکار ؤ، دۀ ووئيل چې په
افسانه کښې يو ځائې کښې راغلي دي چې زما د سترګو نه فالتو اوبۀ روانې وې، نو اوښکې
فالتو اوبۀ نۀ دي، بل ځائې کښې وايي چې د پښو نه مې ساه لاړه، نو د پښو نه ساه نۀ
ځي بلکې د پښو نه زمکه تښتي، شېدا صېب د افسانې تعريف وکړو او وې وئيل چې د سيارې
تلفظ يې غلط وکړو، دۀ زياته کړه چې په افسانه کښې يو ځائې کښې وايي چې د کوڅې په
غاړه ناست يم، غاړه خو د سيند، نهر يا درياب وي او يو ځائې وايي چې د زنده باد او
مرده باد قيصه، جبکې دا قيصه نۀ نعرې دي، دۀ د پاکستانيانو په توري هم تنقيد وکړو او
وې وئيل چې دلته د پېښور خلق ليکل پکار
وو، دۀ دا هم ووئيل چې په افسانه کښې يو ځائې راغلي دي چې ډېر خلق راغونډ
وو او وې وئيل چې پښه يې ماته ده، نو دا پته يې نۀ لګي چې دا يو کس ووئيل او که
ټولو، ښاغلي ډاکټر نګاه حسېن نګاه ووئيل چې د قيصې د بيانولو کوم فن چې دے هغه
افسانه نګار نۀ دے استعمال کړے، دا افسانه نۀ بلکې د اپ بېتۍ په زمره کښې راځي،
ځکه چې په دې کښې وحدتِ تاثر نشته، سسپنس پکښې نشته او نۀ د افسانې په چوکاټ پوره
ده، سرتاج حېران صېب ووئيل چې په افسانه کښې يو ځائې کې ليکي چې وړوکے قيامت شو نو
که دلته صرف قيامت وليکي ښه به وي، ښاغلي عبدالسلام رضا ووئيل چې د افسانې نوم د
منځپانګې سره سمون نۀ خوري، دۀ ووئيل چې زما دا خيال ؤ چې ګنې په افسانه نګار به
ګاډے اوړي او بيا به د هغې نه پېښور اور اخلي، خو دلته هيڅ هم داسې نشته او د ګاډي
ذکر هم پکښې ورک شوے دے، مصور غمګين صېب
ووئيل چې واقعه يې ښه راخستې ده خو د افسانې په چوکاټ پوره نۀ ده، ښاغلي صدر ووئيل
چې يو ځائې کښې وايي چې اور په غرغنډو شو چې صحيح اور په غرغرو شو، دے، ښاغلي صدر
د افسانې د هنر د ليکلو په حقله ووئيل چې يو درې ملګري د سيند په غاړه روان وي او
په سيند کښې يو څه څيز وويني، يو وايي چې مرغابۍ ده، بل وايي چې انسان دے او درېم
وايي چې نۀ سپے دے، خو درېواړه تر هغه ځائې پورې په سسپنس کښې ور شي او چې کله
ورورسېږي نو هغه ډوب شي، دۀ زياته کړه چې د افسانې تاثر هم داسې پېدا کول پکار دي
چې سړے افسانه لوستل شروع کړي نو چې د هر يو توري نه يې سسپنس څڅېږي، دۀ د دې
افسانې په حقله ووئيل چې دا افسانه نۀ ده خو د رپورتاژ، تکل او د مضمون رنګ پکښې شته،
دۀ افسانه نګار ته مشوره ورکړه چې کوشش دې وکړي او د ښو افسانو مطالعه دې وکړي،
داسې په افسانه تنقيد سر ته ورسېدو، دې پسې ازاده مشاعره وشوه چې پکښې ښاغليو
رضوان درمان، مصور غمګين (د حميد بابا غزل)، ډاکټر نګاه حسېن نګاه، سيد محمد
خاکسار، سرتاج حېران، ګل نواز نواز، اول خان عاجز، رامداد خان رامداد، خان جان
شېدا، ظاهر نادان، عزيز اثير، عبدالسلام رضا، حاجي محمد فراز اپريدي، سجاد غوري
(په مشاعره کښې راغلو) او رحمت سيد صافي برخه واخسته، دوي سره په نننۍ غونډه کښې
رحمت ديوان او دا ښاغلي هم شريک وو، برکت الله، انعام الله، اکرام الله، محمد فريد
مفکر، زاهد ارماني او اظهار، په راروانه غونډه کښې به د سرتاج حېران په غزل خبرې کېږي.
روداد ليکونکے: رحمت ديوان
No comments:
Post a Comment