ادبي ټولنې

د پښتو ادبي ټولنې، جرګې او مشاعرې

عبدالهادي حېران

د پېښور په خېبر بازار کښې د اردو ساينس بورډ په نوم د کتابونو يوه لايبرېري ده او ددې لايبرېرۍ په مينځ کښې يو هال دے. دې هال کښې نهه لس کسان د ښار د پُرشور ژوند نه بې غمه د خپلو خيالاتو په دنيا کښې ډوب ناست دي او يو بل سره د يوې سپېڅلې جذبې او مينې په تړون د خيالاتو تبادله کوي. دوى کښې يو د نظامت چارې سنبال کړې دي، يو ددې غونډې مشري کوي او يو خپله تخليقي، تحقيقي يا تنقيدي فنپاره دوى ته وړاندې کړې ده، ددې لپاره چې دوى يې کره کتنه وکړي. دوى کښې يو تن د غونډې د مشر نه اجازت اخلي او بيا په فنپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه کوي. بل ملګرى يې د هغه سره اختلاف کوي او خپله خبره پخپل دليل سره ثابتوي خو دا اختلاف وي مخالفت نه وي. دغسې يو علمي او ادبي بحث جاري وي. يو ملګرى دا بحث ليکي او د تاريخ او راروانو نسلونو د استفادې لپاره يې محفوظوي. په اخره کښې د غونډې مشر د ټول بحث نه يوه نتيجه اخلي، خپل تاثرات هم ورسره ملګري کوي او د فنپارې د معياري يا غير معياري په هکله خپله رايې ورکوي. وروسته مشاعره کېږي او غونډه کښې شريک ټول ملګري يو بل ته خپل نوي يا زاړه  شعرونه اوروي.
دا د نن سبا د پښتو د ادبي ټولنو او جرګو د تنقيدي غونډو يوه نقشه ده. دا غونډې د باجوړ ايجنسۍ غوندې وروسته پاتې سيمو نه امريکې غوندې ماډرن هېواد پورې چرته هم چې پښتانه ميشته دي او د شعرو ادب يو څو لېوني پکښې شته، هلته کېږي. امکان لري چې ځينو ځايونو کښې يې روايت، اصول او طريقه کښې څه نه څه بدلون هم وي خو په عمومي توګه د پښتو ژبې، ادب او ثقافت يو لوي خدمت په هم دې طريقه روان دے او ډېر شاعران ورسره د خپلې خپلې دلچسپۍ مطابق په مختلف قسمه سرګرميو کښې بوخت دي. ددې نه علاوه مختلف قسمه مشاعرې هم د پښتنو شاعرانو د دلچسپۍ يو اهم مصروفيت دے.

د تنقيد او مشاعرې اغاز:
په ادبي فنپارو د تنقيد او د شاعرانو د راغونډېدو او مشاعرو کولو د روايت کوم ليکلى تاريخ خو نشته چې دا د کوم وخت نه شروع شو او څنګه يې وده وکړه. البته د نړۍ د ټولو نه پخواني شاعر هومر په هکله ويل کېږي چې هغه په سترګو ړوند ؤ، د يونان د مختلفو ښارونو په لارو کوڅو کښې به ګرځېدو او چې خلک به ورته راغونډ شول نو خپل شعرونه به يې ورته اورول. د علم و ادب او شعرو شاعرۍ د فن په توګه پېژندنه هم د لومړي ځل لپاره په يونان کښې وشوه او اګر چې افلاطون د شاعرۍ غندنه کړې وه خو د ارسطو په دور کښې د علم و ادب د زده کړې او خوريدنې لپاره ادارې جوړې شوې او د شعرو شاعرۍ او ادب په هکله ډير څه وليکلى شول.
په وروستو دورونو کښې چې کله مونږ د عربي شاعرۍ تذکره ګورو نو وئيلى شي چې د اسلام نه لږ د مخه د امراء القيس په دور کښې به يو شاعر خپل شعرونه د ښار په لويه دروازه وليکل او بيا به ځينو خلکو هغه صرف لوستل او ځينو به پرې باقاعده بحث کولو او کره کتنه به يې ورله کوله.  په دروازه زوړند کړى شوي شعر ته به يې " معلقه " ويله او ددغه دور اووه "معلقې " د"سبعه معلقات" په نامه په خپل اصلي حالت کښې تر اوسه پورې راپاتې دي.

فارسۍ او اردو کښې د غونډو او مشاعرو روايت:
په هند کښې لومړى په فارسۍ او بيا په اردو  ژبه کښې د مشاعرو يو مضبوط روايت جوړ شو او ډيره وده يې وکړه. ددې روايت د مضبوطېدو لويه وجه دا وه چې د وخت بادشاهانو پخپله هم په دغو ژبو کښې د شعر و ادب ذوق لرلو او د شاعرانو، اديبانو او پوهانو پوره سرپرستي يې کوله. په هغه وخت کښې چونکې د ساينس او ټيکنالوجۍ او د ميډيا دور هم نه ؤ نو د نن پشان اخبارونه او مجلې نه وې. نو د شعر و ادب د خوريدنې او ددې د شوق او ذوق د پوره کېدو يواځينۍ ذريعه مشاعره وه. او دومره لويې لويې مشاعرې به کېدلې چې زرګونو خلکو به پکښې ګډون کولو. مشاعره کښې د ګډون کولو لپاره به باقاعده ټکټ اخستلى شو او شاعرانو ته به د کلام ويلو حق الزحمه ورکولى شوه. په دغو وختونو کښې د استاذۍ هم يو لوي دور ؤ. مشران شاعران چې د استاذۍ ولسي سندونه به يې لرل او په شعروادب کښې به د هغوئ هره خبره د کاڼي کرښه وه، نو د هغوئ به زرګونه شاګردان وو. او يو نوي شاعر به تر هغه وخته پورې په مشاعره کښې خپل کلام نه اورولو تر څو چې به يې د استاد نه پرې اصلاح نه وه اخستې. شاګردانو به د استادانو په اصلاح فخر کولو او هغه به يې تر عمره عمره ياد ساتلو. په دې طريقه اول په فارسۍ او بيا په اردو کښې د مشاعرو يو ډير مضبوط روايت پاتې شوى دے. او اګر چې اوس هم دا سلسله جاري ده خو د ميډيا لامحدوده وسعت دغه روايت ډير محدود کړو. د مشاعرې روايت په انګريزۍ ژبه يا اروپايي هېوادونو کښې بيا بلکل بدل شکل او بېخي کم وجود لري. په اروپا کښې د اروپايي ژبې د مشاعرو شکل د يو پکنک يا سېل وي. يو څو شاعران د پکنک پروګرام جوړ کړي، زړه راښکونکو سيمو ته لاړ شي، هلته ټوله ورځ ګرځي د فطرت د حسينو مناظرو مشاهده کوي او چې ددغو مناظرو د inspiration نه ورته کومه شاعري راشي نو هغه يو بل ته اوروي او يو بل سره پرې خبرې هم کوي.

پښتو مشاعرې، غونډې، ټولنې او جرګې:
ښکاره خبره ده چې څومره پښتو زړه ژبه او پښتون زوړ قوم دے نو هم دغومره به د مشاعرو روايت هم زوړ وي. کېدلاے شي چې دا روايت به بېخي په بدل شکل کښې پاتې شوے وي خو بدمرغي داده چې کله د پښتنو سلطنتونه جوړ شول نو پښتنو بادشاهانو په خپلو دربارونو کښې د فارسۍ سرپرستي وکړه چې د پښتو د ټولو روايتونو ملا ورسره ماته شوه او ددې کوم ليکلے مستند تاريخ هم پاتې نه شو. دې سره يو بل نقصان دا هم وشو چې په فارسۍ کښې د ليک لوست يا د شعرو ادب سره د تړلو خلکو کوم عزت او مقام ؤ په پښتو کښې ورته هغه عزت او مقام ورنه کړے شو او تر اوسه پورې هم دغه حال دے.
البته محققينو چې کوم لټون کړے دے نو د "پټې خزانې" په حواله معلومه شوې ده چې د پښتو د ادبي بحثونو لومړنۍ غونډې قندهار کښې د شاه حسين هوتک د حکومت په دور (1722-37) کښې د "ادبي دربار" په نامه پېل شوې. ددې ادبي دربار د سيوري لاندې به په اونۍ کښې يوه ورځ د بادشاه په ګډون او ملګرتيا د نارنج په ماڼۍ کښې غونډې کېدلې چې په کښې به درانه درانه علمي او ادبي بحثونه کېدل. وروسته به دا روايت کله ښه او کله مات ګوډ چليدلے وي او په دې مينځ کښې به د پښتنو په مختلفو سيمو کښې ډيرې مشاعرې او ادبي بحثونه شوي وي خو کوم ليکلے تاريخ يې نه دے پاتې. بس دومره معلومه ده چې په کليو کښې به په حجرو کښې د واده خوشحالۍ په موقعه ولسي شاعران راټولېدل، مجلسونه به يې کول، چاربيتې او ټپې به يې ويلې او يا به يې د في البديهه مشاعرو مقابلې کولې. البته دا خبره ښکاره ده چې د پښتو د مشاعرو روايت د فارسى او اردو هومره مضبوط او دروند هيڅکله هم نه دے پاتې شوے. په هند کښې چې د ترقي پسند ادب نوې دوره شروع شوه او د علم و ادب په دنيا کښې نوي بدلونونه، نوي رُجحانات او نوې ذريعې راغلې نو دغه وخت کښې په پښتنو کښې د خدائي خدمتګار تحريک سياسي او ژبني اثرات لا ښه په زور کښې وو. نو پښتو اګر چې بيا هم د خپلو ګاونډيو ژبو اردو او دري سره غبرګه سيالي ونه کړے شوه. ولې د کال ١٩٣٦ء نه په کابل کښې پښتو ټولنې پرله پسې د يادونې او ستاينې وړ کارونه کول او په کال ١٩٥١ء کښې چې په پېښور کښې ولسي ادبي جرګه جوړه شوه نو پښتو ورسره هم "جديده" شوه. د پښتنو په اوسني ادبي او تنقيدي شعور کښې د ټولو نه لوي لاس د ولسي ادبي جرګې دے چې د خپل وخت د يادو شاعرانو، اديبانو او پوهانو کاکاجي صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل مومند، اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک، قلندر مومند، ولي محمد طوفان، سيف الرحمان سليم، محمد افضل بنګش، عبدالاکبر خان اکبر، مهدي شاه مهدي، همېش خليل او نورو د ناستې او علمي بحثونو مرکز ؤ. د پښتو د ادبي جرګو، ټولنو او غونډو ننني تنقيدي روايات، اصول، طريقې، شعور او رويې د اولسي ادبي جرګې يوه داسې ورکړه ده چې پښتو ادب به پرې د تل لپاره وياړي. اګر چې د اولسي ادبي جرګې نه وړاندې هم د پښتو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې وې خو اولسي ادبي جرګې چې دې ژبې او قام ته څه ورکړي دي هغه بلې کومې ټولنې، جرګې يا ادارې نه دي ورکړي. د اولسي ادبي جرګې نه وروسته خو د لروبر پښتونخوا نه علاوه د نړۍ په ګُټ ګُټ کښې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې جوړې شوې او دا وخت د يوې محتاط اندازې ترمخه په ګرده نړۍ کښې د شپږو سوو نه زياتې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې د خپلې ژبې او ثقافت په مختلفو اړخونو کار کوي او د نه ستړې کيدونکې جذبې سره نه ختميدونکي کارونه يې روان کړي دي. دوى تنقيدي غونډې کوي، کتابونه چاپ کوي او د شعرو ادب سره تړلي ذوق او شوق ته وده ورکوي. تنقيدي شعور او په نوي نسل کښې د برداشت ماده پيدا کول ددې تنقيدي غونډو يوه لويه ورکړه ده. او دا هر څه بغير د کوم لالچ، مادي ګټو او فائدو نه کوي ځکه نو د دوى کار و زيار د هر چا نه او د هر څه نه زيات اهم دے. خو دې ځائے کښې په يوه خبره بيا هم سړي ته افسوس وشي چې د ادبي جرګو، ټولنو او ادارو په دې دومره زړه چاودي مزل تر اوسه پورې صرف درې واړه واړه کتابونه ليکل شوي دي چې يو د زبېرحسرت "اولسي ادبي جرګه"، دويم د محمد جاويد خليل د ايم فل مقاله "په صوبه سرحد کښې د مختلفو پښتو ادبي جرګو او ټولنو تنظيمونه او د هغوئ کار" او دريم د صابر شاه صابر " د رڼاګانو محفلونه" دے.
دلته بايد دا يادونه هم وشي چې تر دې دمه ګرده نړۍ کښې د پښتو کومې اهمې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي، چې د ياد وړ کارونه ئې کړي دي او يا يې کوي نو هغه د ګوتو د شمير دي او دا لاندې پکښې زما په نظر په اول سر کښې دي: (١) ادبي دربار [١٧٢٢ء] قندهار، (٢) انجمن اصلاح افاغنه[١٩٢١ء] چارسده، (٣) مرکزي پښتو ادبي جرګه [١٩٣٤ء] نوښار، (٤) پښتو ټولنه [١٩٣٦ء] کابل، (٥) پښتو ادبي ټولے بر تاکال [١٩٤٣ء] پېښور، (٦) اولسي ادبي جرګه [١٩٥١ء] پېښور، (٧) خيبر پښتو ادبي جرګه [١٩٥٢ء] لنډيکوتل، (٨) پښتو اکاډمي [١٩٥٥ء] پېښور، (٩) پښتو ادبي ټولنه [١٩٥٧ء] کوئټه، (١٠) د ساهو ليکونکيو مرکه [١٩٥٩ء] پېښور، (١١) رحمان بابا ادبي جرګه [١٩٦٣ء] پېښور، (١٢) پاک پښتو ادبي ټولنه [١٩٨٠ء] دوحه قطر، (١٣) پښتو ادبي بورډ [١٩٨٠ء] پېښور، (١٤) پښتو ادبي سوسايټي [١٩٨٦ء] اسلام اباد، (١٥) د پښتو د ودې ټولنه جرمني، (١٦) بېنوا فرهنګي ټولنه قندهار او (١٧) جرس ادبي جرګه [١٩٩٠ء] کراچۍ.
دا هغه ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې په خپل خپل دور کښې يې په خپلو سيمو کښې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختګ لپاره په ځانګړې توګه کار کړے دے او کار يې دومره ښه دے چې د خلکو په زړونو کښې ځائے لري. د دوى نه علاوه نورې په سوونو ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دي چې خپل ادبي او علمي فعاليتونه مخ په وړاندې بوځي خو د ټولو د نومونو فهرست جوړول نه دلته زما د ليک هدف دے او نه امکان لري.

ضرورت:
هر کله چې مونږ ددې جرګو، ټولنو او ادارو په ضرورت فکر کوو نو دا خبره راته جوتېږي چې د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو ضرورت د هرې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره منلے شوے دے او چې دا نه وي نو د زده کړې او د علم و ادب د خورېدنې په لاره کښې به ډېر خنډونه وي. خصوصاً د پښتو لپاره خو دا ځکه ډيرې ضروري دي چې د ايډوانس ټيکنالوجۍ په دې دور کښې هم پښتانه په نړيواله ميډيا کښې هغه برخه نه لري کومه چې پکار وه. د پښتو اخبارونه او مجلې بس دومره دي چې شمارلو ته يې ضرورت نه پيدا کېږي او هغه هم زياتې په سوال چلېږي. نو په داسې صورت کښې د جرګو او ټولنو ضرورت ډير زيات دے ځکه چې د ادبي شعور او علمي اقدارو د خوريدنې هم دا يوه موثره لاره ده. خو شرط دادے چې ددې ټولنو، جرګو او ادارو همه چارې د ذمه وارو او پوهه خلکو په لاس کښې وي او جمهوري انداز سره وچلېږي.

اهميت:
لکه د ضرورت غوندې يې اهميت هم منل شوے دے او دا خبره پکښې زياته اهمه ده چې ادبي جرګې، ټولنې او ادارې دې د ننني دور د تقاضو ترمخه خپلې چارې په ايډوانس طريقه پرمخ بوځي او خپله ژبه دې په ادبي او علمي لحاظ د عالمي ژبو د سيالۍ جوګه کړي.

اثرات:
که د ادبي ټولنو، جرګو او ادارو دا سرګرمۍ په ښه طريقه وچلېږي نو په راروانو نسلونو ددې ډير ښه او تلپاتې اثرات کېدے شي. د پښتون معاشرې په ادبي رواياتو او اقدارو د اولسي ادبي جرګې اثرات واضح دي او ددې نورو جرګو او ټولنو لپاره يو مثال دے. او يوازې ادب نه بلکې که د صلاحيتونو ښه استعمال وشي نو سياست، ثقافت، صحافت او نورو برخو کښې هم ښه اثرات پرېښودلے شي.

هلې ځلې:
د ادبي جرګو او ټولنو د هلو ځلو لپاره د اولسي ادبي جرګې روايات نمونه دي. بايد چې د هرې جرګې او ټولنې سرګرمۍ د اولسي ادبي جرګې او د ساهو ليکونکيو مرکه پشان په باقاعدګۍ او ذمه وارۍ سره ترسره شي. د ننني دور د تقاضو هم خيال ساتل پکار دي. او د نشرواشاعت کار ته زياته پاملرنه پکار ده.
البته دې لړ کښې په دې يوه خبره ډير افسوس کېدے شي چې د پښتو زياتې کارکوونکې جرګې، ټولنې او ادارې د مشرتوب په چکر کښې د کاره ووځي او شايد چې د يوې نړيوالې ادبي جرګې يا فورم د جوړيدو په لاره کښې هم دغه مسئله خنډ وي. په هرحال پکار ده چې په نړيوال کچ د پښتنو يو داسې ادبي تنظيم يا جرګه جوړه شي چې ټولې مقامي جرګې او ټولنې يو بل سره مربوطې هم ساتي او د دوے اواز په نړيوال کچ اوچتوي هم.

No comments:

Post a Comment