غزل
سرتاج حېران
څنګه يې يو سمه د زور خبرې
د رقيب لګي په ما اور خبرې
له سړي توبه پرې بهر شي
سړے
سپکې چې وکړي څوک د ورور
خبرې
لکه د شاتو په ما لګي خوږې
کله چې اورمه د مور خبرې
راځه چې خپلو کښې جرګه شو
سره
په کور دننه شي د کور خبرې
زۀ د ناکامه پکښې شپې
تېروم
حېرانه! ګرانې دي د ګور
خبرې
No comments:
Post a Comment