Tuesday, May 28, 2013

غزل - محمد اياز اياز اپريدے

غزل

محمد اياز اياز اپريدے

پښې مې کړې ستړې په مزل مزل مزل يمه زۀ
خو په تلاش کښې سرګردانه د منزل يمه زۀ

د وخت مغله! تاته سر چې زما نۀ ټيټېږي
د پښتنې خاورې دريا يمه اېمل يمه زۀ

زۀ يو وجود يمه يو قام يم بېلېدلے نۀ شم
په پېښور کښې استوګن، کۀ په کابل يمه زۀ

د استعمار د قوتو غرور به خاورې کړمه
د پښتونخوا د دنګو دنګو غرو اتل يمه زۀ

وخت به زما د حوصلې نه ځانله ډاډ غواړي
کۀ کړېدلے، لوغړېدلے تر منزل يمه زۀ

چې د تعبير په شا يې بس جانان جانان ليدۀ شي
يم هغه تورے د تشبيح خوي د غزل يمه زۀ

کۀ مې پښتو د غني هسې جنت له نۀ ځم
د غېرت چغې پښتنو ته د اجمل يمه زۀ

اوس به حالات په خپله غېږه کښې رانغاړمه ټول
خوي د غزل د حمزه د پټکي ول يمه زۀ

د نورو خلکو نه کۀ ما ايازه! ډډه کړې
خو د الفت د کروندګرو سره مل يمه زۀ