غزل
رحمت سيد صافے
کاش کښې زۀ هم يو ملګرے د شبنم وے
تابعدار به مې بيا هله غُنچه فم وے
بختورو کښې به هله وے شمار شوے
مبارکه چې دې خاوره د قدم وے
کله کله به دې زړۀ راباندې سولے
لېونے کۀ ستا د کلي ستا د چم وے
تۀ زمونږ د ټينګې چرته يې اغياره!
کۀ د لر او د بر ربط مقدم وے
يادولې چې دې سپينې خولې دعا کښې
نو دا درد د سوي زړۀ به مې لږ کم وے
چرته باز وے تورو غرونو د سرونو
چې په دې رقم ادم نه نۀ ادم وے
زۀ صافي به د صافو د لښکر سر وے
کۀ همت وے زما غر ژبه ځم ځم وے
No comments:
Post a Comment